د درملنې په موخه د زړه سوري په ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان داخلي روغتونونو ته لیږدول شوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د افغاني سرې میاشتې ټولنې داخلي روغتونونو ته د زړه په ناروغۍ د اخته ۲۵ ماشومانو د معرفي کولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولينو نن دوشنبه د لړم په ١٤مه، په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د زړه په ناروغۍ اخته ٢٥ ماشومان يې کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه معرفي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا د زړه په سوري اخته ۲۵ ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره د پلازمېنې کابل ښار ۴ داخلي روغتونونو ته معرفي کړل.

 د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، د دغو ماشومانو درملنه او عمليات د افغاني سرې مياشتې په لګښت ترسره کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .