چین د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو په بېلابېلو برخو کې د چینايي پانګوالو لېوالتیا خبر اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په چین کې د کانونو د ترویج په کنفرانس کې د دغه وزارت د پلاوي د ګډون خبر ورکړ.

د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګوالو هڅول دي.

چينايي پانګوالو د خپلو شرکتونه معرفي کړل او د سرو زرو، مسو، مایکا (ابرک)، تالک، تېلو او ګازو، لیتیم، سرب او جستو، سروې ‏اکتشاف، ډیزاین او د لابراتوارونو جوړولو په څانګو کې یو شمېر شرکتونو خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې د کانونو د قرارداد د طرزالعمل د معلوماتو غوښتنه یې وکړه.

 د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان د طبیعي زېرمو د تړونونو د طرزالعمل او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن وبلل او له پانګوالو یې غوښتنه وکړه چې دافغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .