په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د جمعې په شپه د لړم په ۱۱ مه په خپلو خبرپاڼو کې اعلان وکړ، چې په فراه ولایت کې د سل زره ډالرو په لګښت د نجونو یو ښوونځی پرانیستل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي: دغه ښوونځى د دغه ولايت د ملي سوداګر حاجي ګل احمد خواجه له خوا د يو سل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى، چې ۱۰ درسي ټولګي او اداري خونې، په کمپیوټرونو سمبال د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه، لمریزې برېښنا سیسټم او نورې اړینې آسانتیاوې لري.
د فراه والي د هېواد د راتلونکي نسل لپاره د پوهنې وزارت له خوا د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو یادونه وکړه او ویې ویل: په هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره سوله تامین شوې او زموږ ماشومان او ځوانان کولی شي خپلې زده کړې د ذهني سکون او بشپړ معافیت سره تعقیب کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې يو شمېر علماوو او قومي مخورو هم په هېواد کې د ښوونيزو مرکزونو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت د کړنو ستاينه وکړه او د هغه د پروګرامونو ملاتړ يې وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment