د ایران ولسمشر: په تېرو ۴۵ کلونو کې موږ وښوده چې هېڅکله به د هېڅ یرغلګر پر وړاندې ناکام نه شو

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: موږ د جګړې غوښتونکي نه یو، بلکې د ملت او هیواد له حقوقو څخه به دفاع کوو او د صهیونیسټي رژیم تیریو ته به مناسب ځواب ورکړو.

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد په خاوره د صهیونیسټ رژیم د وروستیو تیری په اړه د حکومت تګلاره څرګنده کړه.

د ایران ولسمشر د ایران په فضایي حریم باندې د اسرائیلو تیریو ته په اشارې سره وویل: زمونږ ګرانو خلکو او اسلامي جمهوریت په تیرو ۴۵ کلونو کې وښودله چې د هیڅ تیریګر په مقابل کې به ناکامه شي.

پزشکیان په دې خبرې سره چې نن د صهيونېسټ رژيم جنايتونه ټولې نړۍ ته ثابت شوي، زياته كړه: نن ورځ نړۍ شاهده ده چې د امریکا په مشرۍ د دغه اشغالګر رژیم ملاتړي د بشري حقونو او ازادۍ غږ کوي، خو د دغه ظالم رژیم له خوا د لسګونو زرو ښځو او ماشومانو د وینو تویولو په وړاندې چوپه خوله دي، ایا دا ماشومان ترهګر وو، ایا د غزې مظلوم ولس ته د خوراکي توکو او درملو د رسولو لاره بندول د جګړې او د متمدن نړۍ له اصولو څخه یو دی؟

 د ایران ولسمشر څرګنده کړه: نن ورځ د نړۍ بیدار وجدان د صهیونیسټ رژیم او د دغه ظالم رژیم له جنایتونو څخه کرکه لري.

پزشکیان د صهیونیسټ رژیم د حملو په ځواب کې د ایران په حق باندې په تاکید سره وویل: مونږ د جنګ په لټه کې نه یو بلکې د خپل ملت او هیواد له حقوقو دفاع کوو. مونږ به د صهیونیسټي رژیم تیریو ته مناسب ځواب ورکړو.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: که د صهیونیسټ رژیم تیری او جنایتونه دوام ولری نو کړکیچ به زیات شی او پوهیږو چې امریکا د دغو جنایتونو لپاره اسرائیلو ته هڅوی. دوی ژمنه کړې وه چې زموږ د زغم پر وړاندې به جګړه پای ته رسوي، خو په خپله ژمنه وفا ونه کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .