AP ۱۴۰۳ لړم ۶ ۲۱:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85641348
T T
۰ Persons

Tags

د کانونو سرپرست وزیر د تخار ولایت له مشرانو سره وکتل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار ولایت له مشرانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري نن یکشنبه د لړم په ۶ مه په کابل کې د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل. 

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کانونو د منابعو د اغېزمن مدیریت، د قاچاق او غیر قانوني کانونو د استخراج د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د کانونو د استخراج او شته تاسیساتو د قانون او طرزالعمل له مخې به د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .