AP ۱۴۰۳ لړم ۶ ۲۰:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85641324
T T
۰ Persons

Tags

د کانونو وزارت لس تنه د مسلکي زده کړو لپاره یوې ترکي کمپنۍ ته معرفي کړل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د پولیتخنیک پوهنتون لس تنه فارغان یوې ترکي کمپنۍ ته د مسلکي زده کړو په موخه معرفي کړل.

په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن یکشنبه د لړم په شپږمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دغه وزارت لس تنه د مسلکی زده کړو لپاره یوه ترکي شرکت ته معرفی کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نفتو او ګازو څانګې لس تنه فارغان د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ترکیې سفیر سونداج شرکت ته د دوه بعدي سایزمیک زده کړو په موخه ور وپیژندل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو فارغانو ته به د استوګنې، ډوډۍ خوړولو ترڅنګ د دوی د هڅونې په موخه یوه اندازه معاش هم د یاد شرکت له لوري په پام کې نیول شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .