AP ۱۴۰۳ لړم ۵ ۲۲:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85640187
T T
۰ Persons

Tags

د حماس استازی: د حماس جنګی سازمان ژوندی او فعال دی

کابل- ایرنا- د اسلامی انقلاب د معظم رهبر زامنو سره په کتنه کې د حماس استازی وویل: سره له دې چې په لبنان او فلسطین کې د مقاومت مشهور مشران شهیدان شوی دی، خو دا کار د چارواکو او قوماندانانو د یوې بلې طبقې لخوا ترسره کیږي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس استازي خالد قدومي د جمعې په ورځ د اسلامي انقلاب له ستر مشر ایت الله خامنه يي له زامنو سره وکتل چې د حماس په دفتر کې د سلام او تسلیت وړاندي کولو لپاره حاضور وو، د شهید سنور له شهادت وروسته د فلسطین د مقاومت د رهبرۍ وضعیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: هغه د خپل ژوند په دوران کې او له شهادته مخکې د مقاومت د رهبرۍ لپاره یو میکانیزم طرحه کړی و چې د هغه په ​​غیاب کې به د مقاومت کار به نه تړل کېده او اوس هم د همدې طرزالعمل له مخې کار روان دی.

 په تهران کې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) استازی زیاته کړه: سره له دې چې په لبنان او فلسطین کې د مقاومت مشهور مشران شهیدان شوی دی خو دغه کار د چارواکو او قوماندانانو د یوې بلې طبقې له خوا ترسره کیږی چي صهیونیسټ رژیم په اړه هم نه پوهیږي او له همدې امله دغه صهیونیسټي رژیم ته په بحران بدل شوی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .