موږ له ازبکستان سره ګډو علمي او اکاډمیکو اړیکو ته چمتو یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل: موږ له ازبکستان سره ګډو علمي او اکاډمیکو اړیکو ته چمتو یو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي نن شنبه د لړم په پنځمه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له سرپرست مولوي ندا محمد ندیم سره د ازوبيکستان علماوو پلاوي د کتنې خبر ورکړ.

دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او اکاډميکو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل: افغانستان له ازبکستان سره ګډو علمي او اکاډمیکو اړیکو ته چمتو دی.

هغه د دواړو هېوادونو مذهبي، کلتوري او ژبني مشابهت ته په اشارې سره ازبکستان د علم او فرهنګ زانګو وبلله، چې ستر علمي او فرهنګي شخصیتونه پکې شتون لري.

 ندیم وویل: د دیني او معاصرو علومو په څانګو کې ډېر پروګرامونه جوړ شوي چې د دیني علومو د تخصص، دیني پوهنتونونو او د معاصرو علومو د پرمختګ په موخه د ماستري پروګرامونه جوړ شوي او په دواړو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو.

 د ازبکستان د علماوو بورد مشر نورالدين خالق د ازوبيکستان او افغانستان ترمنځ د همکاريو په اړه معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې ګډه علمي همکاري مهمه وبلله.

 د ایرنا په وینا، د ازبکستان یو ۱۵ کسیز پلاوی د سرپرست حکومت په رسمي بلنه افغانستان ته راغلی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .