د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د لړم په ۵ مه په یوه بیانیه کې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت چي په پوځي تیری مواجه شوه، د نړیوالو قوانینو او دودونو خلاف ورزي ده او سعودي عربستان یې غندي.
سعودي عربستان هم له ټولو خواوو څخه د لوړې کچې د زغم او په سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او د شخړو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د پوځي شخړو د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي.
سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې او له نفوذ لرونکو او فعالو خواوو وغوښتل چې په سیمه کې د تاوتریخوالی د کمولو او شخړو د پای ته رسولو لپاره خپل رول او مسوولیتونه ادا کړي.
د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د هوایی مدافعې د عامه اړیکو دفتر نن سهار په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د هوایی مدافعې یوځای سیسټم په بریالیتوب سره د تهران، خوزستان او ایلام په ولایتونو کې په پوځی مرکزونو باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو مخنیوی او مقابله وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment