افغانستان او ملګرو ملتونو په سپینو سيمو کې د صحي ځالو پر جوړولو خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست او د ملګرو ملتونو د وګړو د ملاتړ صندوق مشر په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر نورجلال جلالي نن پنجشنبه د لړم ۳ مه په کابل کې  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو د ملاتړ صندوق(UNFPA) له مشرې کوابینا اسانتی سره وکتل.

 دواړو خواوو د هېواد په سپينو سيمو کې د روغتيايي د ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خدماتو پر څرنګوالي او کیفیت، د روغتیايي پرسونل په ارتقاء ظرفیت، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو د پراخوالي په موخه خبرې وکړي.

 نور جلال جلالي د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدماتو برابرول اړین وګڼل، تر څو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو  ته روغتیايي خدمات ورسول شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .