په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشیر ولایت سیمه ییزو چارواکو نن چهارشنبه د لړم په ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د پنجشیر د لوړو زده کړو مؤسسې او د جهادي لېسو د ۷۰۰ زده کوونکو په ګډون د «لویدیځ سره فکري جګړه» تر سرلیک لاندې د کتاب لوستلو لویه سیالي ترسره شوه.
د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د مطالعې کلتور ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول او د لویدیځ له فکري جګړې سره مبارزه ده.
خبرځاى زياته کړه: د ځوانانو د هڅونې په خاطر د دغې سيالۍ ګټونکو ته يو لړ جايزې او ځانګړې ډالۍ په پام کې نيول شوې دي چې له ارزونې وروسته به د يو لړ مراسمو په ترڅ کې هغوى ته ورکړل شي.
د پیغام پای/
Your Comment