په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن سه شنبه د لړم په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ د غزني او کونړ ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیایي قوانینو د تطبیق او پلټنې او د خوړو او درملو مدیریتونو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارتونو پایله کې ۲۱ بابه بېلابېل کتنځایونه تړل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، یاد نظارتونه د غزني په مقر او قره باغ او د کونړ په مرکز اسعد اباد کې ترسره شوي چې له امله یې ۲۱ بابه روغتیايي کتنځایونه د اسنادو نه درلودو او غیرقانوني فعالیتونو له امله تړل شوي
په دې څارنه کې چې د خصوصي روغتیايي سکتور تر څنګ د خوراکي توکو له تاسیساتو ترسره شوي په زیاته اندازه له نیټې تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلو ځایونو ته انتقال شوي.
د پیغام پای/
Your Comment