د اوبو وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن د سه شنبې په ورځ (د لړم لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د لړم له ١ نېټې څخه تر ٣ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

خبرځاى زياته کړه: د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو، شمال او کابل سينديزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سلواغې له لومړۍ څخه تر دریمې نیټې پورې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړې توګه د بدخشان، تخار،بغلان، بامیان، سمنگان، بلخ، سرپل، پنجشیر، غوربند، کنر، لغمان، ننگرهار، کابل او لوگر سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

د اوبو او انرژۍ وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .