جعفر مهدوي: د غني فاسد حکومت په ښکاره او پټه د هزاره او شیعه وګړو په وژلو کې لاس درلود

کابل- ایرنا- د افغانستان د پخواني پارلمان یوه غړي ویلي چې د غني حکومت په ښکاره او پټه توګه د هزاره او شیعه وګړو په وژلو کې لاس درلود.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی غړی جعفر مهدوی نن دوشنبه د تله ۳۰مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلی: د خلکو په تېره بیا د هزاره او شیعه وګړو د امنیت په تامین کې د اسلامی امارت د امنیتی ادارو هڅې چي د تیرو دوو لسیزو کې د تکفیری ترهه ګرو ډلو له خوا د نسل وژنې په مخکینۍ کرښه کې وه، د قدر وړ دی.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د اسلامی امارت دغه صادقانه او اغیزمنې هڅې د افغانستان د خلکو په تیره بیا د شیعه ګانو د عمومی امنیت په تامینولو کې د پخوانی فاسد حکومت د استخباراتی کړیو سره چې ښکاره او پټې په ښوونځیو، ښوونیزو کورسونو او روغتونونو، پوهنتونونو، جوماتونو، میلی بیس او نورو ځایونو کې د هزاره او شیعه وګړو وژل او له تکفیری تروریستی ډلو سره یې همکاری کوله، د امنیتي منسوبینو د بیړنیو او اغیزمنو کړنو اهمیت او ارزښت ډیر څرګند او روښانه کوي.

مهدوي هیله څرګنده کړه چې چارواکي او امنیتي مسوولین به د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د زیانمنونکو ډلو د امنیت په تامین کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .