په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو په کابل کې د ترکیې له یو شمېر عالمانو او سوداګرو سره د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور د کتنې خبر اعلان وکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د ترکيې علماوو او سوداګرو له افغانستان اسلامي امارت سره په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړه.
دوی وویل چې له دغه وزارت سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې او دغه راز د افغان انجنیرانو د تخنیکي روزنې په برخه کې همکاري وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له امله د اوبو مدیریت او د انرژۍ پراختیا د افغانستان د خلکو له مهمو اړتیاوو څخه دي.
منصور په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو وضعيت ته په اشارې سره په لنډه توګه د دغه وزارت برنامو ته اشاره وکړه، او ترکي سوداګرو ته يې بلنه ورکړه،چې د کابل ښار د اوبو د برابرولو په پروژو کې لکه له پنجشير څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه، د شاتوت للندر د بند په پروژه او د اوبو او انرژي په نورو ټولګټو پروژو کې پانګونه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment