د غزې په جنګ کې د صهيونېسټ رژيم ماتې د شيعه او سني وحدت دی

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر وویل: د غزې په جنګ کې د صهیونیسټ رژیم ماتې او له یو کال وروسته د حماس بقا د شیعه او سنی د وحدت نتیجه ده.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامی پارلیمان مشر محمد باقر قالیباف پنجشنبه د تله په ۲۶ مه په مشهد ښار کې د آيه ها په کلتوری کمپلیکس کې د وحدت د شهیدانو د ۱۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل: صهیونیسټ رژیم له یو کال او یوې اونۍ راهیسي په غزه کې مانور ورکوي خو د دغې جګړې د پیلیدو د کلیزې په مناسبت حماس په تل ابیب باندې توغندي وتوغول، اسرائیلي بندیان لا هم د دغه ډله په لاس کې دي او د حماس عسکر لا هم د غزې په شمال او جنوب کې جګړه کوي.

هغه زیاته کړه: دا دوام د اسلامي امت د یووالي او د شیعه او سني وروڼو د یووالي سبب دی چې په دوستۍ او محبت سره د خپلو وروڼو دفاع کوي، هماغه دوستي او مینه چې په سیستان او بلوچستان کې د شهید شوشتري او شهید رجب زاده په واسطه د سیمې سنیانو ته ورکړل شوې وه.

د ایران د اسلامی پارلیمان مشر وویل: شهید سلیمانی په ۷۰ لسیزه کې په سیستان او بلوچستان سیمه کې سنی وروڼو ته مینه، محبت او ملګرتیا ورکړه او دغه هماهنګی او یووالی د شهید سلیمانی د داعش په وړاندي د بریالیتوب او له هغه څخه د مسلمانانو د نجات سبب شو.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .