په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۰ زره سیلانیان بامیان ته تللي دي

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۷۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس صفي الله رائد وويل: په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ۱۷۰ زره کورنيو سيلانيانو د باميانو ولايت له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه کړې او ډېر يې له امير بند څخه ليدنه کړې ده.

هغه زياته کړه: په دې موده کې څه د پاسه ٩٩٠ بهرنيو سيلانيانو هم له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.

 د ایرنا د خبر له مخې بامیان ولایت د افغانستان یو له لرغونو او د شیعه ګانو استوګنځایونو څخه دی چې تاریخي ځایونه لري لکه د د ضحاک ښار، دره اژدر، غلغله ښار، دره فولادی، چهل دختران، غار یخی، د بودا لوی بت، مغارو، د بابا غر، شهر شاهی، بالاحصار د ګوهرګین، چهلبرج، زرسنګ او لسګونه نور تاريخي ځايونه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .