په تېرو اوو میاشتو کې د څه باندې ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد معاونيت په تېرو اوو میاشتو کې د څه باندې ۳۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پرمختیايي پروژو د منظورۍ اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونيت د رسنیو دفتر چهارشنبه د تله ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ١٤٠٣ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.

په دغو پروژو کې لويې لارې، ښاري سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا د توليد د شبکو پراختيا، روغتيايي مرکزونه، هوايي ډګر، د اورګاډي پټلۍ، د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو غځول او يو شمېر نورې لويې پروژې شاملې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .