په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن دوشنبه د تله ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د بامیان پوهنتون له یو شمېر مشرانو او استادانو سره وکتل.
د ولایت مقام مشرانو او استادانو په ټول هیواد کې د حل او امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ. د بامیان دغو مخورو په یاد ولایت کې د ولسونو د یو لړ ستونزو د حل غوښتنې تر څنګ وړاندیز وکړ، چې د دغه ولایت ځوانان غواړي چې د اسلامي اردو په لیکو کې یې د جذب کچه لوړه او د خدمت جوګه وګرځي.
دوی همدارنګه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اډانه کې د شیعه علماوو د ګومارنې وړاندیز هم د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپاره.
مولوي عبدالکبير په دې غونډه کې وويل: په ملي کچه ټول سيمه ييز مسوولين مسووليت لري چې خپلې چارې پر وخت د مخورو، علماوو او ځايي خلکو له مشورې سره سم د خلکو ستونزې حل کړي.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال زیاته کړه: د اسلامي امارت د سعه صدر پراخ ده او د بامیانو ولایت د خلکو وړاندیزونه به په پام کې ونیول شي او اړوندې ادارې به په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د پیغام پای/
Your Comment