په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن دوشنبه د تله ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری د ډي سډکس، اوبي، بلوت د کان کیندنې شرکتونو له استازي، دترکېي دجراج پاشاه پوهنتون استاد پروفیسور دوکتور نور الشاهان ایلچي او دیاد پوهنتون له نورو استادانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ایلچي د یاد شویو شرکتونو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: دغه شرکتونه د انجینرانو او متخصصینو په درلودلو سره ۲۵ کلنه کاري تجربه لري، دغه راز یې د سرب او جستو، سرو زرو او مسو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې دوی د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرانو د روزنې او د پوهاوي د کچې لوړولو په برخه کې په راتلونکې کې پلان لري.
د کانونو وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی لېوالتیا وستایله او ژمنه یې وکړه چې د کانونو د قانون او طرزالعملونو له مخې به له دوی سره همکاري وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment