د ترکمنستان جمهور رئیس د ټاپي او ټاپ پروژو پر چټکتیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د ترکمنستان ولسمشر له افغانستان سره په همکارۍ د ټاپي او ټاپ پروژو د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ترکمنستان جمهور رئیس سردار بردي محمدوف د جمعې په ورځ په مسکو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ټاپي، ټاپ او د ریل پټلۍ د پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.

سردار بردي محمدوف وویل: د دغو پروژو د اهمیت په پام کې نیولو سره، ترکمنستان د مشترک المنافع د خپلواکو هېوادونو په دننه او له هغې بهر د انرژۍ د سرچینو د حجم او جغرافیې د پراختیا ملاتړ کوي. 

 د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، په دې او دې ته ورته پروژو کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو ګډون د ستراتیژیک لرلید لپاره ډاډمنه لار ده.

 د ایرنا د خبر له مخې، د ټاپې او تاپ د پروژو عملي کار کابو دوه میاشتې مخکې په دغه هیواد کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له خوا پیل شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .