AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۲۰:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85624674
T T
۰ Persons

Tags

د ایران او عمان ګډ سمندري مانور ترسره شول

AP ۱۴۰۳ تله ۲۰ ۲۰:۴۶
News ID: 85624674
د ایران او عمان ګډ سمندري مانور ترسره شول

کابل- ایرنا- د عمان هیواد په کوربه توب د ایران د پوځ، سپاه پاسداران او د عمان د شاهي سمندري ځواکونو د کښتیو او ویجاړونکو کښتیو په ګډون په سمندر کې د ژغورنې او مرستې ګډ مانور ترسره شو.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د پنجشنبه په ورځ د تله په ۱۹مه اعلان وکړ چې د ایران او عمان د سمندری ځواکونو ترمېنځ د سمندری ژغورنې او مرستې ګډ مانور د عمان د سمندری ځواکونو په کوربه توب ترسره شو.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواکونو او د سپاه پاسداران د جنګی بیړیو او د دغه هیواد د سمندری ځواکونو ځمکنی او هوایی جنګی مانورونه د هند د سمندر په شمالی اوبو او د هرمز په تنګی کې ترسره شول.

د دغه راپور له مخې، دغه تمرین د ایران د اسلامی جمهوریت او عمان د ګډو پوځی ملګرتیا کمېسیون په چوکاټ کې د جمران د ټولو ایرانی بېړۍ او د توغندي ویشتلو بیړیو په ګډون سره او د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د دوو جنګي بېړیو په شتون او همدارنګه د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د سطحې او الوتنې ځواکونو په شتون سره، د مرستې او ژغورنې د پروګرام ګډ عملیات، د چورلکو ګزمې، د سیمې کنټرول او ګزمې، د غوطه کوونکو لېږل، بیرغ پورته کول او د کشتۍ د لېږلو چارې ترسره شوې.

په دې تمریناتو کې د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د نورو ځمکنیو جنګي واحدونو په ګډون د تول ایرانی جماران بیړیو او زغره لرونکی ټول ایرانی توغندی ویشتونکي بيړي د سمندري دفاعي تجهیزاتو په ډګر کې د ملي ځان بسیاینې یوه ښکلې څرګندونه ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .