په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مشر د لاهور پوهنتون څخه لیدنه وکړه

کابل- ایرنا- په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست د لاهور له پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په دغه پوهنتون کې یې د افغان محصلینو په تېره بیا د طبي علومو، ساینسي علومو او ټولنیزو علومو په برخو کې د تحصیلي بورسونو د تخصیص هرکلی وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارواکو نن جمعه د تله په ۲۰ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه سفارت مشر مولوي سردار احمد شکیب د لاهور پوهنتون د رئیس اویس رؤف په رسمي بلنه دغه پوهنتون ته تللی دی.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د یاد پوهنتون او د افغانستان د لوړو زده کړو د موسسو ترمنځ د علمي او څیړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې شکیب په دغه پوهنتون کې د افغان محصلینو په ځانګړي ډول د طب، ساینسي علومو او ټولنیزو علومو په برخو کې د تحصیلي بورسونو د تخصیص هرکلی وکړ.  

په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې روغتيايي سکټور د کارکوونکو لپاره د تخصصي روزنيزو فرصتونو د رامنځته کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زده کوونکو د تبادلې د پروګرامونو د پراخولو په باب خبرې وکړې.

د افغانستان سفارت سرپرست د دغه پوهنتون له افغان محصلینو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او یو ځل بیا یې په بهر کې د افغان محصلینو د ملاتړ لپاره د اسلامي امارت پر ژمنې ټینګار وکړ.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .