د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، نن پنجشنبه د تله ۱۹ مه خبري سرچینو په تل ابیب کې د یوې پراخې اورلګېدنې خبر ورکړی، خو لامل یې نه دی په ډاګه کړی.
په عین حال کې د صهیونیسټ رژیم رسنیو په تل ابیب کې د «رافنو حنانال» په کوڅه کې د اور لګیدو خبر ورکړ چې پکې د ګودامونو یوه ټولګه موقعیت لری. دغو سرچینو په تل ابیب کې د یوه تجارتی کمپلکس د چاودنې د پلانولو په تور د اشغال شویو په سیمو کې د څو تنو ځوانانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
په عین حال کې یوې صهیونیسټي رسنۍ خبر ورکړی دی چې د حیفا په «باردس حنا» سیمه کې د سړو وسلو په عملیاتو کې څو تنه ټپیان شوي دي. د یدیعوت آحارنوت ورځپاڼې هم د حیفا ولایت په باردس حنا-کرکور سیمه کې د سړو وسلو د حملې خبر ورکړ.
دغې رسنۍ همداراز اعلان وکړ چې د الخضیره په حمله کې د چهارشنبه په ورځ د صهیونیسټانو له ډلې یو تن ټپی شوی و. په عین حال کې د صهیونیسټ رژیم د روغتونونو سرچینو خبر ورکړی چې د حیفا په جنوب کې د سړو وسلو په حمله کې دوه کسان ژوبل شوی او روغتون ته وړل شوی دی او د هغوی ټپونه یې خطرناک بللی دی.
«اسرائیل هیوم » ورځپاڼې هم ادعا کړې، چې د سړې وسلې سره د برید پېښه یو جنایي دی.
د پیغام پای/
Your Comment