AP ۱۴۰۳ تله ۱۲ ۲۳:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85616917
T T
۰ Persons

Tags

د صهیونیسټي ترهګرې رژیم پوځي اډې د لبنان د حزب الله تر اور لاندې

کابل- ایرنا- د لبنان د حزب الله غورځنګ د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو د خپلو حملو په دوام کې د صهیونیسټی پوځیانو څو اډې او د غونډې ځایونه په نښه کړل

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، حزب الله غورځنګ نن پنجشنبه د تله ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه ګوند مجاهدینو نن سهار د «الراهب» اډې په شاوخوا کې د صهیونیسټی ترهګرې رژیم د پوځی غونډې ځای په دوو راکټونو وویشت.

 حزب الله هم په یوه بله بیانیه کې اعلان وکړ: د غزې په تړانګه کې د فلسطین د استوار ولس او د هغه د اتل او عزتمن مقاومت او د لبنان او د هغه د ملت د دفاع او په ښارونو، کلیو او عامو خلکو باندې د اسرائیلو د وحشیانه حملو په ځواب کې، د دغه هېواد د ملت د ملاتړ په لړ کې د مقاومت مجاهدینو نن د ادمیت صهیونیسټی ښارګوټي ته څیرمه د اسرائیلي دښمن عسکرو د راغونډیدو په ځای توغندي وویشتل.

دغه غورځنګ په یوه بله بیانیه کې د «کفرگلعادی» صهیونیسټی ښارګوټي کې د صهیونیسټی پوځیانو د راغونډیدو په ځای کې د فلق توغندیو د حملې اعلان وکړ.

 حزب الله هم یوه بله اعلامیه خپره کړه چې په ترڅ کې یې د اسلامي مقاومت مجاهدینو د «رامیم» کنډک باندې د فلق توغندیو د برید اعلان وکړ.

د حزب الله غورځنګ هم په یو لړ جلا جلا بیانیو کې اعلان وکړ چې نن سهار د اسلامی مقاومت غورځنګ مجاهدینو د صهیونیسټی پوځیانو د راغونډیدو ځای په «حرش مسکفعام» کې له توغندوی سره په نښه کړ، د الراهب اډه یې په توپخانه وویشتله او د طبریا پر ښار توغندیز برید وکړ.

دصهیونیسټ رژیم رسنیو هم راپور ورکړی چې په لویدیځه افیفیم، یرؤون، متات او حورفیش په الجلیل کې د خطر زنګونه اورول شوی دی.  دصهیونیسټ رژیم پوځیانو د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل چې تر نن سهاره پورې دوام لری.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، په دې بریدونو کې سلګونه کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .