په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله په ۱۱ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ- نورستان د ۲۲ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت مرستيال مولوي عبدالجبار اخند وويل: دغه لويه لاره د نورستان مرکز پارون له کونړ سره نښلوي.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې د لویو لارو جوړول د ټولګټو وزارت په کاري پلانونو کې شامل دي او لومړیتوب هغو سړکونو ته ورکول کېږي چې خلک ورته ډېره اړتیا لري. د ټولګټو وزارت مرستیال وویل: په تېر کې ډېر سړکونه خراب شوي او هڅه کوو چې دغه سړکونه ورغوو.
د نورستان والي قاري زین العابدین عابد وویل: دغه سړک ۲۲ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره سور لري او د یوه کال په موده کې به د ټولګټو وزارت له بودجې څخه جوړ شي.
د پیغام پای/
Your Comment