په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن چهارشنبه د تله په ۱۱ مه د افغانستان سرپرست حکومت ارګ په خپله خبرپاڼه کې وویل: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او جهادي قومندانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې مشرانو له اسلامي امارت او اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه: د نظام د ثبات او ساتنې په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
دپنجشير ولايت مجاهدينو او مخورو په دې خوښي څرګنده کړه چې اسلامي امارت له هر ډول تبعيض پرته د قومونو پر مخ خپلې دروازې پرانېستي او افغانان کولای شي خپلې غوښتنې، ستونزې او وړانديزونه له چارواکو سره شريک کړي.
هغوی وویل: هغه کسان چې له بهر څخه د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات کوي او د مخالفت غږ پورته کوي د افغانستان او په ځانګړې توګه د پنجشیر استازیتوب نه شي کولای او نه به یې افغانان ومني.
د پنجشېر قومي مشرانو وويل، منفي تبليغات به هيڅکله د پنجشېر پر خلکو اغېز ونه کړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د نظام پر ضد حرکت وکړي.
هغوی په پنجشېر ولایت کې د استنادي دېوالونو، سړک جوړولو، د پخوانیو نیمه پاتې پروژو د بیا پیل او د دغه ولایت د اداري تشکیل د ډېرېدو د غوښتنې ترڅنګ خپلې ستونزې هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د پنجشیر د مجاهدینو جهاد ډېر ارزښتناک و او اسلامي امارت یې قدرداني کوي.
هغه زیاته کړه: د اشغال له پای ته رسیدو وروسته په هیواد او افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت یو خپلواک او پیاوړی اسلامي نظام دی.
سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت هیڅکله تبعیض او تعصب ته اجازه نه ورکوي او د متوازن انکشاف په موخه یې رغنیزې پروژې پیل کړي دي. مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت به د دوی په ټولو وړاندیزونو غور وکړي او د اړتیا په صورت کې به د دوی وړاندیزونه د اسلامي امارت مشر ته ورسوي.
د پیغام پای/
Your Comment