په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې مولوي محمد زاهد احمدزی، د دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو مرستیال په بغلان کې له تخنیکي او مسلکي پروګرامونو څخه د ۶۵ تنو ځوانانو د فراغت په غونډه کې ګډون وکړ.
د بغلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس قاري نصرت الله پارسا وويل: له نېکه مرغه چې د شپږ مياشتني تخنيکي او مسلکي زده کړو په عملي او نظري ډول ٦٥ تنه ځوانان د کمپیوټر، خیاطۍ او نلدوانۍ له رشتو څخه د کار بازار ته فارغ شو.
هغه زیاته کړه: په نږدې راتلونکي کې به ۱۵۰ نورو ځوانانو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي او د کار د بازار له اړتیا سره سم به د اوسنیو مسلکونو شمېر پنځو ته لوړ شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي وویل: خوښ یو چې نن د بغلان ولایت د ځوانانو په حضور کې له تخنیکي او مسلکي پروګرامونو څخه د ۶۵ تنو د فراغت شاهدان یو.
ده زياته کړه: د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د متشبثينو د ودې او د بېکارۍ د کچې د راټيټولو لپاره ګټور پروګرامونه پلي کړي او له دغو پروګرامونو څخه يو هم د ځوانانو لپاره د تخنيکي او مسلکي زده کړو برابرول دي چې له نېکه مرغه د ٥٢ فعال مرکزونو څخه هر کال د شاوخوا شل زره ځوانانو د فراغت شاهدان یو.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل چې د مسلکي زده کړو کورسونه د کار بازار له اړتياوو سره سم جوړېږي او د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو له خوا يې روزنه ورکول کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment