په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن دوشنبه د تله په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۴،۵۰ سلنه لوړ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي: بهر ته د پیسو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو وده، د ملي او سیمه ییزو پروژو پیل، له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا او یو شمېر نور هغه موارد دي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېږي.
د ایرنا په وینا، تېر کال یو امریکايي ډالر په ۷۸ افغانۍ او ۸۶ پیسو تبادله کېده، خو اوس یو ډالر په ۶۸ افغانۍ او ۸۸ پیسو تبادله کېږي.
تر دې وړاندې بلومبرګ په خپل راپور کې ویلي وو چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال افغانیو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د خپل ارزښت د ساتلو له امله په نړۍ کې درېیم او په اسیا کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment