AP ۱۴۰۳ تله ۸ ۲۱:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85612343
T T
۰ Persons

Tags

له یوې اونۍ څخه لږ وخت کې تر ۷۰۰ زیات لبنانیان شهیدان شول

کابل- ایرنا- د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو څو ورځو کې د صهیونیسټ رژیم په تیریو کې څه دپاسه ۷۰۰ لبنانیان شهیدان شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت نن یکشنبه د تله ۸ مه اعلان وکړ چې په لبنان باندې د صهیونیسټی ترهګرې رژیم د وروستیو تیریو په نتیجه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوی دی، ۷۸۳ لبنانیان شهیدان او ۲۳۱۲ نور ژوبل شول.

 د دغه هیواد د روغتیا وزارت له دې مخکې اعلان وکړ چې د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم په حملو کې د شنبې په ورځ ۳۳ تنه شهیدان او ۱۹۵ تنه نور ژوبل شول.

 دصهیونیسټ رژیم پوځ له دوشنبې ورځې راهیسې د لبنان په جنوب کې په مختلفو سیمو خپل پراخ بریدونه پیل کړی دی او دغه بهیر دوام لری.

 د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې په ملکیانو د حملو په وړاندې چوپه خوله نه دی پاتې شوی او د دوشنبې د سهار له لومړیو ساعتونو راهیسې یې د فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو پرضد عملیات د خپلې اجنډا په سر کې نیولی دی.

 د لبنان د روغتیا وزارت له دې مخکې په یوه بیانیه کې ویلی وو چې د تېر میلادی کال د تله په پنځلسمه نېټه د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیله تراوسه د صهیونیسټی ترهګرې رژیم په حملو کښې ۱۶۴۰ لبنانیان شهیدان او ۸۴۰۸ ژوبل شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .