د هرات صنعتي ښارګوټی به ډېر ژر په پنځوس زره جریبه ځمکه کې جوړ شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله په ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د هرات له والي مولانا اسلام‌جار سره د کتنې کړي دي.

 د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل: د پانګوالو لپاره د ډاډمن چاپېریال رامنځته کول د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پانګوال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې پانګونه کوي.  

هغه زياته کړه: د صنعتي پارکونو د جوړولو کار دوام لري او ډېر ژر به د هرات صنعتي ښارګوټي په پنځوس زره جريبه ځمکه کې جوړ شي.

 د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار هم وویل: سیمه ییزه اداره له پانګوالو او صنعتکارانو څخه په کلکه ملاتړ کوي او دوی ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .