AP ۱۴۰۳ تله ۸ ۲۱:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85612332
T T
۰ Persons

Tags

د ارزګان ولایت د اغاجان بند پروژه پرانیستل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په ارزګان ولایت کې د اغاجان د بند د پروژې د پرانیستلو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله ۸ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملا عبدالغني برادر د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د ارزګان والي مولانا عنایت الله شجاع، د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم او د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالولي عادل په حضور، د ارزګان ولایت د اغاجان بند د سروې او ډیزاین چاري د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا پرانیستل شو.

 د دې پروژې د پرانېستې پر مهال د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال په اوسنيو شرايطو کې د اوبو د مديريت اهميت ته اشاره وکړه او د دې پروژې پلي کېدل يې د اوبو د مديريت، کرنې او اقتصادي ودې په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله.

 د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د اغا جان بند د پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل: د دې پروژې ترڅنګ به په نږدې راتلونکي کې درې نورې پروژې چې د لمریزې برېښنا تولید، له کجکي بند څخه د برېښنا د مزي غځول او په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د جوړولو کار هم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا پیل شوی دی.

 د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم اوبه د خدای تعالی یو نه جبرانیدونکی نعمت وباله او ټینګار یې وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د اوبو مدیریت ځانګړی اهمیت لري.

 د ایرنا د راپور له مخې، په ارزګان ولایت کې د اغا جان بند د اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره جوړېږي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .