د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني جمعه د تله په شپږمه نېټه په خپله ایکس پاني ولیکل: د اسرائیلو اپارتايد رژیم اعلان وکړ چې له امریکې څخه یې د ۸.۷ میلیارډ ډالرو نوې مرسته د خپل کیفي پوځي د برتری ساتلو په سيمه کې، ترلاسه کړې ده.
هغه زیاته کړه: په عین حال کې د امریکې د دفاع وزیر څرګنده کړې ده چې واشنګټن به هیڅکله له اسرائیلو سره د مرستې په هکله خپله ژمنه بدله نکړی چې «له ځانه دفاع» وکړی.
کنعاني يادونه وکړه: د شرم خبره ده چې امريکا په فلسطين کې په يوولسو مياشتو کې د ٤٢٠٠٠ او په لبنان کې په څلورو ورځو کې له ١٥٠٠ څخه د زياتو کسانو وژل د ځان د دفاع په مانا ګڼي. دا پیسې د قاتلانو او جنایتکارانو لپاره د کارفرما څخه د انعام پرته بل څه ندي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: نړۍ په دې کې هیڅ شک نلری چې امریکا د فلسطینیانو په نسل وژنې او د لبنان د ملت په خلاف په روانو جنایتونو کې د صهیونېسټ رژیم په جنګی جنایتونو کې لومړۍ شریک دی.
د پیغام پای/
Your Comment