د چشت ولسوالۍ د سېلاب ځپلو لپاره د ۷۰ کورونو د جوړېدو چارې پرانستل شوې

هرات- ایرنا- د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو لپاره د ۷۰ کورونو د جوړولو کار پیل کړ.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن پنجشنبه د تله په پنځمه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هرات ولایت ته تللی دی.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د غوریان ولسوالۍ د سړک د پرانستلو، د هرات په حوزوي روغتون کې د پښتورګو د پیوند د څانګې د تجهیزاتو او وسایلو د انتقال په هدف له متحده عربي اماراتو څخه، هرات ولایت ته سفر کړی دی.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست به په دغه سفر کې په چشت شریف ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو لپاره اویا کورونه پرانیزي، په هرات ښار کې اړو کسانو ته کورونه جوړ او بزګرانو ته د کرنیزو وسایلو مرسته وکړي.

 چارواکو اعلان وکړ چې خيرخواه به د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تاريخي ابداتو او د بيارغونې له چارو څخه ليدنه وکړي او له مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو طبقو سره به وګوري.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .