د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د اسراييلو نامتو جنرال اسحاق برک چهارشنبه د تله ۴مه وويل: اسرائيل خپل هيڅ جنګي هدف نه دی تر لاسه کړی او د حماس د ماتولو او له منځه وړلو توان نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د جګړې دوام د اسرائیلو پر وړاندې یو وجودی ګواښ دی، نه د حماس، او د پوځ د تخریب او د اسرائیلو د سقوط لامل به شی.
دغه صهیونیسټي جنرال د عبراني ورځپاڼې هاآرتص لپاره په یوه مقاله کې اعلان وکړ چې د نتانیاهو او د هغه د کابینې ټینګار د دغې ناکامې جګړې په دوام او د هغوي په عقیده چې اوربند د ماتې او تسلیمیدو په معنا دی د اسرائیلو لپاره یو موجود ګواښ ګڼل کیږي نه د حماس.
اسحاق باراک تاکید وکړ: دغه دروغجنه ادعا چې له غزې تړانګې څخه د اسرائیلو د فوځ وتل به د حماس د پیاوړتیا او د یو بل حملې سبب شی او د اسراییلو په خلاف د تله د ۱۵ مې حملې په پرتله به له زیاتو تاوانونو سره مخامخ شی، د دغې پېښې د درک نشتوالي ښودنه کوی.
هغه زیاته کړه: د جګړې دوام به د اسرائیلو پوځ کمزوری کړی، پوځ له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی او کمزوری شوی دی او هره ورځ وینو چې زموږ سرتېري وژل کېږي. په همدې حال کې حماس هم له فلسطیني ځوانانو څخه خپل صفونه ډک کړي دي.
دغه صهیونیسټی جنرال څرګنده کړه: حقیقت دا دی چې د حماس د له منځه وړلو او د ټولو بندیانو د خلاصون په شمول د اسرائیلو جنګی هدفونه په پوځی فشار سره نه دی ترلاسه شوی او که دغه جنګ په هماغه سرعت سره په نامعلومو هدفونو سره دوام ولری نو نه یوازې موږ نشو کولای حماس له منځه یوسو، خو موږ له منځه یوسو.
د پیغام پای/
Your Comment