د عدلیې وزارت سرپرست او د ناروې د کډوالو شورا د همکاریو او حقوقي مرستو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت سرپرست او د ناروې د کډوالو شورا د همکاریو او حقوقي مرستو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د تله ۴ مه په خپله خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) له مشر نیل ټورنر سره په کابل کې وکتل. 

 په دې کتنه کې دواړو لورو د حقوقي مرستو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

 د عدلیې وزارت سرپرست د حقوقي مرستو په برخه کې د دغه وزارت او د ناروې د کډوالو د شورا تر منځ لاسلیک شوي تفاهم لیک ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ: همکارې موسسې باید خپل فعالیتونه د یاد تړون او د اسلامي امارت له اصولو سره سم ترسره کړی. 

هغه زیاته کړه: د عدلیې وزارت هم د دغه تفاهم لیک پلي کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د هېوادوالو د حقوقي مرستو د برابرولو ظرفیت لوړ کړی.  د افغانستان لپاره د ناروې د مهاجرینو شورا د دفتر رئیس وویل: دغه دفتر د عدلیې وزارت او د ولایتونو له ریاستونو سره په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې د حقوقی مرستو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .