په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله ۳ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د هوايي ځواک مسوولینو د خپلو تخنیکي او مسلکي انجینرانو په همکارۍ د دوو چورلکو بلک هاک (UH-60) او (MD530) په تیرو څو میاشتو کې په بریالیتوب سره ترمیم کړي دي او په بریالیتوب سره الوتنه وکړه.
خبرځاى زياته کړه: له فتح وروسته په لسګونو بيلابيل ډوله چورلکې چې په پخوانۍ اداره کې ويجاړې شوې وې، بېرته ورغول شوې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي. د ایرنا په وینا، امريکايانو په افغانستان کې له خپلې شرمونکې ماتې وروسته د دغه هېواد پاتې پوځي تجهيزات له منځه يوړل.
د پیغام پای/
Your Comment