AP ۱۴۰۳ وږی ۲۹ ۱۴:۴۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85600883
T T
۰ Persons

Tags

په هلمند ولایت کې د چهل باب ښوونځي د بیارغونې او جوړول چارې پیل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په هلمند ولایت کې د ۴۰ ښوونځیو د بیارغونې او جوړول د پیل خبر ورکړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو چهارشنبه د وږی ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په هلمند ولایت کې د ۴۰ ښوونځیو د ودانیو او بیارغونې او جوړول چارې پیل شوې دي.

 د هلمند د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د هلمند ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۰ نوي جوړ شوي ښوونځي او ۲۰ هغه ښوونځي چې ترمیم ته اړتیا لري، د بیارغونې چارې پیل کړي.

د هلمند ولايت د پوهنې رئيس وايي، د يادو ښوونځيو د بيارغونې او ترميم ټول لګښت ۴۲ ميليونه او ۲۹۶ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د يوه بنسټ له خوا چې د هېواد له پوهنې سره مرسته کوي، تمويلېږي. خبرځای زیاته کړې: هغه ښوونځي چې دبره يي ايښودل شوي هر یو به شپږ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه او له نورو ضمیمو سره ولري.

 د هلمند ولایت خلکو په خپلو ولسوالیو کې د ښوونځیو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او په یادو ولسوالیو کې یې د ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو د پراختیا په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .