AP ۱۴۰۳ وږی ۲۷ ۲۱:۰۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85599656
T T
۰ Persons

Tags

د باميانو ولايت د هوايي ډګر د بيارغاونې چارې پيل شو

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د رسنیو دفتر د څه باندې ۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د هوايي ډګر د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د اساسي ترمیم د پیل خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د باميانو ولايت د رسنيو دفتر د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د ٤٠ ميليونه اته سوه زره افغانيو په ارزښت د باميانو د هوايي ډګر د ٦٠٠ مترو په اوږدوالي د اساسي ترميم چارې پيل شوې دي.

 د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل: د باميانو د هوايي ډګر هغه برخه چې ويجاړ شوې وه او د الوتنو او هوايي چلند د ګډوډولو سبب شوې وه، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له خوا په اساسي ډول ترميم او بيارغول کېږي.

 خبرځاى زياته کړه: د باميانو د هوايي ډګر د بيارغاونې د پروژې مالي تمويل کوونکى د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت دى او تطبيق کوونکى يې د کابل او دایکنډي افغان ساختماني شرکتونه دي چې د دغه هوايي ډګر د انجنيري ټيم او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر مستقيمې څارنې لاندې ترسره کيږي. 

 چارواکي وايي، د بامیانو د هوايي ډګر د ترمیم چارې به په راتلونکو ۸ میاشتو کې بشپړې شي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .