په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن سه شنبه د وږی په ۲۷ مه نېټه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سرپرست حکومت د سیاسي کمېسیون غونډه په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې کتنه کې چي د سیاسي کمیسیون پر غړو سربیره د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ستر مرستیال مولوي محمد ابراهیم صدر هم حضور درلود، د وروستیو سیاسي او امنیتي مسایل او پرمختګونو او د هیواد او سیمې د سیاسي موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو پر حل، د افغان مهاجرینو لپاره د لازمو تیاریو پر څرنګوالي او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې او د اجنډا له مخې په یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.
د پیغام پای/
Your Comment