د ټاپي او ټاپ پروژې پرانیستل په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ په لور د خبرو اترو د بدلېدو دي 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د نوري فایبر او اورګاډي پټلۍ د پروژو پرانیستل په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ په لور د بحث بدلول دي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل نن سه شنبه د وږی په ۲۷ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې د مولوي امیرخان متقی د وزارت سرپرست، په کابل کې له سفیرانو، استازو او سیمه ییزو بنسټونو سره د کتلو خبر اعلام کړ.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقی له ترکمنستان سره د ټاپي، ټاپ، د نوري فایبر او د اورګاډي پټلۍ د پروژو د پرانستلو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: په افغانستان کې د ټاپي د پایپ لاین عملي پیل په حقیقت په سیمه کې له جګړې او رقابت څخه د پرمختګ او همکاري په لور د بحث بدلول دي.

نوموړي په افغانستان کې د ټاپي پروژې پیل د اسلامي امارت قوي سیاسي اراده وګڼله او ویې ویل:د پاکستان او هند خلک به ترې ګټه پورته کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو ته له امنیتي زاویې کتل اقتصادي فرصتونه له منځه وړي.

مولوي امیرخان متغی وویل: اوس د نړۍ ډېر هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې د جیوپولیټیک پر ځای دې د افغانستان مسایل له جیو-اقتصادي اړخه وڅېړي، تر څو په پایله کې د ټولو بریا وي.  

د ترکمنستان سفیر خواجه عوض اوف هم هیله څرګنده کړه، چې د سترو اقتصادي پروژو په پرانېستلو سره به په سیمه کې ستر مثبت اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي چې د ټولو سکتورونو د اقتصاد د سوکالۍ لامل به شي.

د ترکمنستان سفیر وویل، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .