د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د مرمر او مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د مرمر او مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږی ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د چشت شریف د مرمر او مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه.

 د يادو کانونو مسوولينو د خپلو راتلونکو کاري پلانونو په اړه د خپلو کارونو د تشريح په ترڅ کې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې او نظريات يې ورسره شريک کړل.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او مسوولینو ته یې د ورسپارل شویو دندو د لا زیاتې روڼتیا په موخه لازمې هدایات ورکړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .