عبدالسلام حنفي د خوراکي توکو د خوندیتوب او د توکو د وارداتو پر کنټرول ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال د خوراکي توکو د خوندیتوب په تامین، د دواګانو د وارداتو پر کنټرول او د خوراکي توکو د قاچاق او تورید په مخنیوي ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان سرپرست حکومت نن دوشنبه د وږی په ۲۶ مه نېټه د حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دغه بورډ د غړو په حضور کې د خوراکي توکو او دواګانو د ملي بورډ د منظمې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.

 په دې غونډه کې د خوراکي توکو د خوندیتوب، هېواد ته د وارد شویو دواګانو د کنټرول، د دواګانو د مجاز لست چمتو کول، د بې کیفیته خوراکي او دوا د قاچاق د مخنیوي او عرضه کولو، د بې کیفیته خوراکي او مصالحو د نه کارولو په اړه د عامه پوهاوي پر پیاوړتیا او د معیاري لابراتوارونو په نصبولو ټینګار وشو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .