په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو یکشنبه د وږی په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د جوزجان امنیه قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د کشفي عملياتو په ترڅ کې له یوه سراچې څخه ۳۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو ددغې قضيې په اړوند يو تن نيولى دى. د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، پولیسو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هم ۴۵ کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د پیغام پای/
Your Comment