AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴ ۲۲:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85596485
T T
۰ Persons

Tags

هېواد كښې د كورنۍ او بهرنۍ سياحت د ودې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی

 کابل – ایرنا – د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر وویل: په هیواد کې د کورني او بهرني ګرځندوی د ودې لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن د وږی په ٢٤مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه د ازبکستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير آزاد بيک اف د (کلتورونو اتحادیه) کنفرانس په څنډه کې چي په سنت پیټرزبورګ ښار کې جوړه شوي وه، لیدلی دي.

 ملا خيرالله خيرخواه د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاريو د پراختيا لپاره د افغانستان د جدي هوډ يادونه وکړه او د فرهنګي اړيکو د پياوړتيا، د ګرځندوى د صنعت او لاسي صنايعو د ودې په اړه يې خبرې وکړې.

 هغه وویل: افغانستان او ازبکستان مذهبي، تاریخي او کلتوري مشترکات لري چې زموږ لپاره مهم دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی صنعت په پیاوړتیا او ودې ټینګار وکړ.

خيرخواه زياته کړه: اوس افغانستان له څلورو لسيزو جګړو وروسته امنيت لري چې په هېواد کې د کورني او بهرني ګرځندوى د ودې لپاره ښه فرصت دى.

 د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د سمرقند او بخارا له ښارونو څخه چې د اسلامي نړۍ د نامتو شخصیتونو د زیږون ځایونه دي لکه، هغه د امام بخاري (رح) او امام ترمذي (رح) یادونه وکړه چې نه یوازې په فن کې بلکې د خپل وخت د علومو په مختلفو برخو کې هم پوره مهارت درلود او د اسلام په عروج کې د حدیثو د علم له مخکښانو څخه وو.

 د ازبکستان د فرهنګ وزیر آزادبیک د خپلو خبرو په ترڅ کې فرهنګي او سیاسي اړیکو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی. 

 هغه د ګرځندوی صنعت په برخه کې د لاسته راوړنو د شریکولو په لاره کې د دغه هیواد د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه: سیاحت د همکارۍ او دوستۍ پیاوړتیا او د ګرځندوی صنعت پرمختګ اقتصاد پیاوړی کوی.

 دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سيلانۍ په برخه کې د نظريو او تجربو پر تبادلې ټينګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي اړيکو په پراختيا او پياوړتيا کې يې د سيلانۍ رول مهم وباله.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .