AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴ ۲۲:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85596482
T T
۰ Persons

Tags

ایران: د امریکا لپاره د نړۍ په هیڅ ځای کې پرمختګ نشته/ اسراییل ماتي خوړلي دي 

 کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رهبر استازی او د ملي امنیت د عالي شورا منشي منسک ته د رسمي سفر په ترڅ کې وویل: د نړۍ په هیڅ ځای کې د امریکا لپاره هیڅ پرمختګ نشته.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د معظم رهبر استازی او د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي اکبر احمدیان پرون د جمعې په ورځ د بیلاروس د امنیت د شورا له منشي الکساندر ولفوویچ سره وکتل او د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ پراختیا ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په نړیوال نظام کښې د څو اړخیزې ملګرتیا د ضرورت په اړه د دواړو هیوادونو ګډ نظر ته په اشارې سره په دغه ډګر کښې د ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

احمديان زياته كړه: دا يو نه منل كېدونكى حقيقت دى، چې حالات او نړيوال نظم د بدلون په حال كې دى؛ د اسلامي انقلاب نه وروسته مونږ امریکایانو او نورو ته وویل چې مونږ د مساوي تعامل هرکلی کوو خو زور نه شو زغملی. 

د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کښې د معظم رهبر استازي په دوام کښې د لویدیځو هیوادونو د یو اړخیزو سیاستونو په مقابل کښې د خپلواکو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: څومره چې د بریکس هیوادونو ترمینځ ملګرتیاوې زیاتې شي هغومره ژر د تېر نظم ته «نه» ویل شوي دي او د تېر نظام د وسیلو پر بنسټ چې د ترهګرۍ، بندیزونو او تشنج په درېیو عواملو ولاړ دی، له پښتو به ودرول شي.

احمديان د منځني ختيځ د سيمې د پرمختګونو يادونه وکړه او ويې ويل: هغه کسان چې غواړي فلسطين هېر کړي، هغوی هېر کړئ.

هغه د فلسطین په ملاتړ کښې د امریکې د محصلینو غورځنګ ته په اشارې سره وویل: نن سبا تاسو ګورئ چې د امریکې په پوهنتونونو کښې د فلسطینیانو په حق کښې د اسرائیلو خلاف پرله پسې مظاهرې روانې دي. 

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ: نن سبا که صهیونیسټ رژیم جنګ ته دوام ورکړي یا سوله وکړي، ناکامه شوې ده. 

هغه په ​​دې باندې په تاکید سره چې د نړۍ په هیڅ برخه کښې د امریکې لپاره هیڅ پرمختګ نشته، څرګنده کړه: مونږ باید د خپلواکو هیوادونو د نوی نظم په لور له پرمختګ څخه ډډه ونه کړو. 

په دغه کتنه کښې د بیلاروس د امنیت شورا منشي د څو قطبی نړۍ په زمینه کښې د خپل ایرانی سیال خبرې تائید کړې او ویې ویل: تهران او منسک په دې برخه کښې یو شان نظر لری او په دې برخه کښې کوټلی ګامونه پورته کوی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .