د کډوالو چارو وزارت په بلخ کې د دغه وزارت د ځمکو د بېرته راګرځولو غوښتنه وکړه

مزارشریف- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال په بلخ کې د دغه وزارت د ځمکو د بېرته اخیستو غوښتنه وکړه.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست نن پنجشنبه د وږی ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن رشید د دغه ولایت له امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرزاق رشید سره وکتل. 

 د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د مهاجرینو ستونزې او د هغوی د ځمکو غصب له هغه سره شریک کړ او د دغو ځمکو د بیرته راګرځولو په برخه کې یې د بلخ له مهاجرینو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د بلخ امنيه قوماندان د دغه وزارت د رهبرۍ د کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل: «موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو يو، ترڅو مهاجرين ارام ژوند وکړي.»

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .