په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن سه شنبه د وږی په ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ځانګړو فرقي ریاست په ورکشاپونو کې یې ۱۱۴۵ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: ١١٤٥ ډوله پوځي وسايط چې د پخوانۍ ادارې د ګارنيزيون په څانګو کې د ويجاړ په حالت کې پاتې وو، اوس د دغې برخې د انجنيري ټيمونو له خوا ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو وسایطو کې یو زیات شمېر برید کوونکي ټانګونه او هاموی ټانګونه، رینجر، موټرسایکلونه، واړه او لوی امبولانسونه او انترنیشنل شامل دي.
د پیغام پای/
Your Comment