د افغانستان او ایران خصوصي سکتور د درملو په برخه کې د تجربو د شریکولو په اړه خبرې وکړې

 کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست او د ایران د درمل جوړولو خصوصي سکتور بورډ د درملو په برخه کې د تجربو د شریکولو په اړه خبرې وکړې.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو دوشنبه د وږی په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د خصوصي درملو سکټور له پلاوي سره په کابل کي غونډه وشوه.

 په دې کتنه کې دواړو لورو د درملو په برخه کې د تجربو د شریکولو، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د باکیفیته درملو د واردولو په اړه خبرې وکړې. 

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د درملو د تولید په برخه کې له خصوصي سکتور سره خپله ژمنه څرګنده کړه او په دې برخه کې یې پر بشپړې او لازمې پاملرنې ټینګار وکړ.

 د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د خصوصي درملو د سکتور بورډ د افغانستان د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کښې په افغانستان کښې د خپلو نمایندګیو د پرانستلو اعلان وکړ.

د پیغام پای/ 
  

Your Comment

You are replying to: .