په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان سرپرست حکومت سه شنبه د وږی ۶ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه د دوشنبې په ورځ د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې او پریکړه وشوې.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د درمل د کنټرول او له اصلي بیې څخه په لوړه بیه د هغو د پلورلو مخه ونیسي او ټولو درمل پلورونکو ته یې خبرداری ورکړ چې درمل په خپل اصلي بیه وپلوري او د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.
دغه راز د کابینې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له اړوندو څانګو سره په همغږۍ د انساني قاچاق مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې اساسي اقدامات وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment